فرانسه لوېديځ اروپايي هېواد دی چې د انګلیش کانال په لوېدیځ کې د بیسکای خلیج او په سوېل کې د مدیترانې سمندرګي ترمنځ د ختیځ طول البلد د ۸ او د لوېديځ طول البلد د پنځو درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۲ نه تر ۵۱ درجو په منځ کې موقعیت لري. فرانسه ۲۱۱۹۲۳ میله مربع مساحت لري او د نړۍ ۴۳ غټ هېواد دی. د فرانسې پلازمېنه پاریس نومېږي او نفوس یې ۶۷ میلیونه ته رسېږي.
څلور خواوې او هوا
سمولد فرانسې شمال ته انګليش کانال، سوېل ته یې د مدیترانې سمندرګی، ختیځ ته يې بلجیم، جرمني، سویس، ایټالیا لوګزامبورګ او مناکو هېوادونه، لوېدیځ ته يې د اطلس سمندر او سوېل لوېدیځ ته یې اندورا او اسپانیا هېوادونه پراته دي. فرانسه د شمال معتدله سیمه کې د موقعیت، د استوا له کرښې او شمالي قطب سره د برابر واټن لرلو له امله ملایمه هوا لري. دغه هېواد طبیعي شین دی، اوړی تود او ژمی یې هوا دومره یخه نه وي. د پاریس ښار هوا په ژمي کې صفر او په دوبي کې د سانتي ګراد تر ۳۰ درجو رسېږي.
-
د کلینیک صخره په نورماندی کې
-
آبوهوای مدیترانه په جنوب فرانسه کي - پروانس
-
هوا د آلپ فرانسه د غرونو په لړی کې
-
سيمه په پروانس کي
-
د آلپ آب هوا په پارک ملی مرکانتوغ کي
-
اقلیم گرمسیری په بورا بورا کي
-
منطقه غربی برتاني
-
اقلیم اقیانوسی په فرانسې کې د جنوب لویدیځو سیمو کې
-
د جزیره کرس آب او ھوا