Jump to content

د افغانستان جمهوريت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 
د افغانستان جمهوريت
د افغانستان جمهوريت
د افغانستان جمهوريت
د افغانستان بیرغ   د (P163) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د افغانستان جمهوريت
د افغانستان جمهوريت

ملي ترانه: د افغانستان ولسي لاره   د (P85) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۳°شمال ۶۵°ختیځ / 33°شمال 65°ختيځ / 33; 65   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی 647500 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه کابل   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې پښتو ،  دري   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
حکومت ډول يو گونديز حکومت   د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۳۰ جون ۱۹۷۳  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
پیسې افغانۍ   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
Map


دافغانستان جمهوریت په ۱۹۷۳ زیږدزیږکال کي دسردار محمد داوودخان له لوري دیو کودتا په پایله کي رامنځ ته او په ۱۹۷۹ کال کي دنورمحمد ترکي له لوري دیوې بلي کودتا په پایله کي له منځه لاړ.

داوودخان او کودتا

[سمول]

تر دویمي نړيوالي جګړې وروسته کله چي دجرمني اوجاپان ځواکونونه وپرځېدل د امریکا متحده ایالات او روسیه په ټوله نړۍ د دوو سترو ځواکونوپه توګه پاته سول اوله هغه راهیسي یې په نړۍ کي خپل سیاسي اونظامي فعالیتونه پيل کړه ترڅو د بهرنیو هیوادونو په راخپلولو باندي خپل ځواک پراخه اوخپل رقیب لاندي کړي. روسیه چي د افغانستان په شمال کي یې پراخ نفوذ درلودی غوښتل یې دافغانستان له لاري تودو اوبوته ځان ورسوي اوپه دې ترڅ کي وتوانیږي چي په سیمه کي دامریکا دورځ تربلي پراخېدونکي نفوذ مخه ونیسي خو ددغه هیلي لپاره روسان ځکه له خنډ سره مخ وه چي په افغانستان کي ظاهرشاه واکمني وه او نوموړي نه غوښتل چي خپل هیواد دنړیوالو سیالیو په ډګر باندي بدل کړي .

سردار محمدداوود خان چي د ظاهرشاه داکا زوی وو غوښتل یې چي دامریکا او روسیې په دغه لوبه کي افغانستان یومنځګړۍ سیاسي رول ولوبوي اوپه دې توګه یې هیله درلوده چي دروسيې او امریکا له سیاستونوڅخه په ګټه اخیستني یو داسي نظام رامنځ ته کړي چي د افغانستان اقتصاد اونفوذ په سیمه کي وغوړيږي. داوود خان دخپلي یادي موخي لپاره په ۱۹۷۳ ز کال کي هغه مهال کودتا وکړه کله چي ظاهرشاه روم ته تللی وو او په دې توګه یې افغانستان له شاهي نظام څخه د جمهوریت په لوري بوت . داوودخان له خپل ځیرک فکرسره ډېر تندخویه هم وو اوپخپله شپږکلنه موده کي یې څو پرلپسې اقتصادي لاري چاري سرته ورسولې خوپه سیمه کي دروسانو شومي موخي اوپه افغانستان کي د خلقي افسرانو شتون ددې سبب وګرځېدی چي داوودخان له یولړ ستونزو سره مخ سي اوافغانستان چي تازه یې داقتصادي پرمختګ په لوري ګامونه اخیستي وه دروسانو ترغیر مستقیم ګواښ لاندي سو. داوودخان چي دروسانو ورځ تربلي نفوذ اوپه سیمه کي ددوی امریکا ضد فعالیتونه ولیدل پوه سو چي روسان دافغانستان سره خپلي مرستي دامریکا پر ضد کوي اوپه دې توګه غواړي چي افغانستان دخپل ځان لپاره دیو سیاسي پل په توګه وکاروي[۱].

د داوود خان وژنه او د جمهوریت پای

[سمول]

دشوروي اتحاد په موخي ترپوهېدلو وروسته محمد داوود خان دافغانستان اقتصادي پرمختګ له سیاسته لیري وساته او په دې توګه یې غوښتل چي د روسانو واک له افغانستان څخه لنډ کړي، ددې ترڅنګ سردار داوود خان امریکا پلوه هیوادونو ته خپل سفرونه هم پیل کړه او په دې ترڅ کي یې له عربستان، پاکستان اوخلیجي هیوادونو سره اړیکي ورغولې خو د نوموړي دې کارځکه هیڅ ګټه ونکړه چي روسانو په افغانستان کي خپل نفوذ هرلوري ته غځولۍ وو او په اخر کي یې د خلقیانو او پرچمیانو په مرسته باندي سردار محمد داوود خان په شهادت ورساوه . داپېښه په ۱۹۷۹ زیږدیزکال کي رامنځ ته سول چي په پایله کي یې افغانستان د امریکا او روسانو دغلط سیاست له کبله څلوېښت کاله پرلپسې په اور کي وسوځېدی او لاتر اوسه هم پکښي سوځي .

  1. {{cite web}}: Empty citation (help)