Jump to content

هانشو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هانشو (په جاپاني کې 本州، د «اصلي ټاپو» په معنی ده)، له تاریخي اړخه ورته اکیتسوشیما (秋津島، د «الوتونکي ډراګن ټاپو» په معنی ده)، د جاپان تر ټولو ستر او زیات نفوس لرونکی ټاپو ده. دا ټاپو د سوګارو په تراډه کې د هوکایډو سویل، د انلنډ سمندر په شیکوکو شمال او د کانمون تراډې د کیوشو په شمال ختیځ کې پروت دی. دا ټاپو د جاپان سمندر کوم چې د دې ټاپو شمال او لویدیځ لور ته پروت دی، د ارام سمندر له شمال څخه د سویل ختیځ خوا ته بېلوي. دا د نړۍ تر ټولو اووم ستر ټاپو او د اندونیزیا له جاوا وروسته دویم ستر جمعیت لرونکی ټاپو دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

هونشو په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۴ میلیونه نفوس درلود، چې د جاپان د ټول نفوس ۸۱.۳٪ جوړوي او زیاتره یې په ساحلي سیمو او ډګرونو کې مېشت دی. د ټول نفوس شاوخوا ۳۰ سلنه د کانټو په میدان کې د لوی ټوکیو په سیمه کې ژوند کوي. د جاپاني کلتوري او سیاسي ځواک د تاریخي مرکز په توګه، په دې ټاپو کې د کیوټو، نارا او کاماکورا په ګډون څو پخوانی جاپانۍ پلازمینې شاملې دي. د دې ټاپو زیاتره سویلي څنډې د Taiheiyo د کمربند برخه جوړوي، هغه ستر ښار یا میګالوپولیس چې ګڼ شمېر جاپاني ټاپوګان په کې را ټول دي. په هانشو کې د جاپان تر ټولو لوړ غر، فوجي هم پروت دی او تر ټولو ستر جهیل یې د بېوا په نوم یادیږي.[۹][۱۰][۱۱]

د جاپان زیاتره صنعت په هغه کمربند کې موقعیت لري چې د هانشو په سویلي څنډو کې له ټوکیو څخه ناګویا، کیوټو، اوساکا، کوبي او هیروشېما ته غځیدلی دی. د دې برعکس، د جاپان په شمال لویدیځو غاړو کې بیا اقتصاد زیاتره په کب نیوونې او کرهڼې باندې ولاړ دی. دغه ټاپو له دریو نورو جاپاني ټاپوګانو سره د یو شمېر پلونو او تونلونو په مټ نښلول شوی دی. دا ټاپو دوه اقلیمه لري، چې شمالي هانشو یې مرطوب قاره اې اقلیم لري په داسې حال کې چې سویل خوا یې نیمه ګرمسیره مرطوبه هوا لري.[۱۲][۱۳][۱۴]

رېښه پېژندنه

[سمول]

د دې ټاپو نوم، هانشو (本州)، په پښتو ژبه کې د «اصلي ولایت» یا «اصلي خاورې» په معنی ده.

تاریخ

[سمول]

لومړی تاریخ

[سمول]

انسانان د لومړي ځل لپاره هانشو ته ۳۷۰۰۰ کاله وړاندې راغلل. هغه لومړني انسانان چې دلته راغلل هغه د شمال ختیځې اسیا د ډبرو د عصر ښکارځن خلک و، چې په زیات احتمال سره د یخ دورې د میګافاونا د مهاجرټ په لټه کې و. له دغه وخت څخه پاتې شوو وسایلو کې په ظرافت سره د ډبرو چړې دي، چې دې ته ورته په سایبریا کې هم موندل شوې دي.[۱۵]

د میجي بیاراژوندي کېدل

[سمول]

دویمه نړیواله جګړه

[سمول]

هانشو د دویمې نړیوالې جګړې د ارام سمندر په جګړه کې د هوايي ورانوونکو بریدونو ښکار و. په هانشو او نورو اصلي ټاپوګانو باندې لومړنی هوايي بمبار د ډولیټل برید و. د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ورانوونکی هوايي برید چې تر سره شو هغه د بوینګ B-29 Superfortress الوتکې په مټ تر سره شو چې دغو عملیاتو د Operation Meetinghouse نوم درلود، چې شاوخوا ۱۶ مایل مربع (۴۱ کیلومتر مربع؛ ۱۰۰۰۰ جریبه) د ټوکیو مرکز یې ویجاړ کړ او د اټکل له مخې ۱۰۰۰۰۰ ملکي خلک په مړه او حه باندې یو میلیون خلک بې کوره شول. دا جګړه د هیروشیما او ناګاساکي په اټومي بمبارد سره پای ته ورسېده چې له دې برید وروسته جاپان سمدلاسه د ۱۹۴۵ کال د سپټمبر په دویمه د ټوکیو په خلیج کې په USS Missouri (BB-63) نومې کښتۍ کې د جاپان د تسلیمي سند لاسلیک کړ.[۱۶]

جغرافیه

[سمول]

دا ټاپو شاخوا ۱۳۰۰ کیلومتر (۸۱۰ مایله) اوږدوالی لري او له ۵۰ تر ۲۳۰ کیلومتر (۳۱ تر ۱۴۳ مایله) پورې سور لري او ټولټال مساحت یې ۲۲۷۹۶۰ کیلومتر مربع (۸۸۰۲۰ مربع مایل) دی، چې د بریتانیا تر ټاپو لږ لوی دی. د دې ټاپو د ځمکې ساحه د ځمکې په جوړولو او پّ شمال کې د تیکتونیکي پلیټونو په را پورته کولو سره مخ په زیاتیدو ده. هانشو ۱۰۰۸۴ کیلومتر (۶۲۶۶ مایله) ساحلي کرښه لري.[۱۷]

غرنۍ او اورغورځوونکی هانشو پر له پسې زلزلې تجربه کوي (لکه د کانټو ستره زلزله، چې د ۱۹۲۳ کال په سپټمبر کې یې ټوکیو په شدت سره ویجاړه کړه او د ۲۰۱۱ کال د مارچ زلزله، چې د جزیرې شمال ختیځ برخه یې په بېلابېلو مقدارونو سره ۵.۳ متره بېجایه کړه او د ورانوونکي سونامي لامل شوه). تر ټولو لوړه او فعاله اورغورځوونکې قله یې د فوجي غر دی چې ۳۷۷۶ (۱۲۳۸۸ فوټ) لوړوالی لري چې هانشو یې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړو جزیرو کې په اوم مقام راوستې ده. زیات شمېر سیندونه په دغه جزیره کې بهیږي، چې کولای شو د شینانو سیند یاد کړو چې د جاپان تر ټولو اوږد سیند دی. جاپاني الپ غرونه له د هانشو په سور له د جاپان سمندر له څنډو بیا د ارام سمندر تر څنډو پورې پروت دی. د دې ټاپو اقلیم د جاپان په لویدیځ کې په عمومي توګه نیمه ګرمسیره مرطوب او په شمالي برخه کې قاره اې مرطوب دی.[۱۸][۱۹]

نفوس

[سمول]

هانشو ټولټال ۱۰۴ میلیونه وګړي نفوس لري، چې د ۲۰۱۷ کال د یوه اټکل له مخې، د جاپان د ټولو وګړو ۸۱.۳ سلنه جوړوي. تر ټولو ستر ښار یې ټوکیو دی (چې نفوس یې ۱۳.۹۸۸.۱۲۹ تنه دي) چې د جاپان پلازمېنه او د ستر ټوکیو د سیمې یوه برخه ده، کوم چې په نړۍ کې د وګړو له مخې تر ټولو ستره متروپولیټین سیمه ګڼل کېږي.[۲۰][۲۱]

مهم ټکي

[سمول]

پلونه او تونلونه

[سمول]

هانشو د هوکایډو، کیوشو او شیکوکو له ټاپوګانو سره د تونلونو او پلونو له لارې نښلول شوی دی. د هانشو او شیکوکو تر منځ د انلنډ سمندر د ټاپوګانو تر منخ د پلونو دری سیستمونه جوړ شوي دي ( د اکاشي کایکیو پل او د اوناروټو پل؛ شین-اونومیچي پل، اینوشیما پل، ایکوچي پل، تتارا پل، اومیشیما پل، هکاټا-اوشیما پل او د کوروشیما کایکیو پل؛ شیموتڅوي-سیټو پل، هیټسیوشیجیما پل، ایواکوریجیما پل، یوشیما پل، کیټا بیزان-سیتو پل او د مینامي بیزان-سیټو پل)، د سیکان تونل هانشو له هوکایډو سره نښلوي او د کانمونکیو پل او کانمون تونل بیا هانشو له کیوشو سره نښلوي.

جیولوجیکي فعالیت

[سمول]

د هانشو ټاپو چې د اور په کړۍ کې پروت ده، د زلزلې له اړخه فعال ده او ۴۰ فعال اورغورځوونکي لري.

په ۲۰۱۱ کال کې، د ۹-۹.۱ مګنیټیوټ په اندازه یوه زلزله د هانشو په ساحل کې رامنځته شوه چې له امله یې تر ۴۰.۵ مترو (۱۳۳ فوټو) په لوړوالي د اوبو د څپو سونامې رامنځته کړه او ۱۹۷۴۷ خلک یې ووژل. دا په جاپان کې د ثبت شوو زلزلو تر ټولو پیاوړې وه او له ۱۹۰۰ کال راهیسې د ثبت شوو زلزلو د ریکارډونو له منځه څلورمه زیاته ځواکمنه زلزله وه. یادې سونامې د فوکوشیما د ډایچي د هستوي برېښنا بټۍ کې دری هستوي ریکټورونه اوبه کړل، چې د فوکوشیما د هستوي افت لامل وګرځېده.[۲۲][۲۳][۲۴]

اقتصاد

[سمول]

د هانشو ټاپو شاوخوا ۳.۵ ټریلیون یا د جاپان څه باندې ۸۰ سلنه ملي ناخالص تولید (GDP) تولیدوي. [۲۵]

کرهڼه

[سمول]

په هانشو کې ترکاري، غله جات، وریجې او پنبه اصلي تولید کېدونکي محصولاتو جوړوي. د توهوکو سیمه، چې د دې ټاپو په شمال ختیځه برخه کې پرته ده، د خپلو وریجو د تولید له اړخه د پام وړ سیمه ده، چې ۶۵سلنه کرهڼیزه ځمکه یې د وریجو پټي جوړوي-  تقریباْ د جاپان د وریجو د پټیو څلورمه برخه جوړوي.  د شیبا ولایت یې با د خپلو ممپلیو له اړخه مشهور دی، چې په جاپان کې تر ټولو ستر تولیدوونکی ولایت هم دی. د لیچین جینوس مینیګازي نادره بوټي یوازې په هانشو کې موندل کېږي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. "Maps ETC - Asia -> Japan". University of South Florida. Retrieved 25 June 2023.
  2. "Ōyamatotoyoakizushima". Kokugakuin University. Retrieved 29 June 2023.
  3. "Akitsushima". Isahaya Shrine. Retrieved 29 June 2023.
  4. "離島とは(島の基礎知識) (what is a remote island?)". MLIT (Ministry of Land, Infrastructure, Transport and Tourism) (په جاپاني). Ministry of Land, Infrastructure, Transport and Tourism. 22 August 2015. Archived from the original (website) on 2007-11-13. Retrieved 9 August 2019. MILT classification 6,852 islands(main islands: 5 islands, remote islands: 6,847 islands)
  5. "Honshu". Encyclopædia Britannica. Retrieved 19 February 2016.
  6. Japan Civil Registry Database 2013
  7. See Japan Census of 2000; the editors of List of islands by population appear to have used similar data from the relevant statistics bureaux and totalled up the various administrative districts that make up each island, and then done the same for less populous islands. An editor of this article has not repeated that work. Therefore this plausible and eminently reasonable ranking is posted as unsourced common knowledge.
  8. "Islands By Land Area". Islands.unep.ch. Archived from the original on 2018-02-20. Retrieved 2010-08-01.
  9. Boquet, Yves (2017). The Philippine Archipelago. Springer. p. 16. ISBN 9783319519265.
  10. Dolan, Ronald; Worden, Robert (1992). Japan: a country study. Federal Research Division, Library of Congress.
  11. "Honshu | Facts, History, & Points of Interest". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). Retrieved 2021-04-14.
  12. Kodansha Encyclopedia of Japan
  13. Dolan, Ronald; Worden, Robert (1992). Japan: a country study. Federal Research Division, Library of Congress.
  14. Köppen, Wladimir (1884). Translated by Volken, E.; Brönnimann, S. "Die Wärmezonen der Erde, nach der Dauer der heissen, gemässigten und kalten Zeit und nach der Wirkung der Wärme auf die organische Welt betrachtet" [The thermal zones of the earth according to the duration of hot, moderate and cold periods and to the impact of heat on the organic world)] (PDF). Meteorologische Zeitschrift (published 2011). 20 (3): 351–360. Bibcode:2011MetZe..20..351K. doi:10.1127/0941-2948/2011/105. S2CID 209855204. Retrieved 2016-09-02 – via ingentaconnect.com/content/schweiz/mz/2011/00000020/00000003/art00009.
  15. "About Japan: A Teacher's Resource | Early Japan (50,000 BC - 710 AD) | Japan Society".
  16. Long, Tony (9 March 2011). "March 9, 1945: Burning the Heart Out of the Enemy". Wired. 1945: In the single deadliest air raid of World War II, 330 American B-29s rain incendiary bombs on Tokyo, touching off a firestorm that kills upwards of 100,000 people, burns a quarter of the city to the ground, and leaves a million homeless.
  17. "Honshu". Encyclopædia Britannica. Retrieved 19 February 2016.
  18. "Map of Horizontal Land Movement caused by 2011/3/11 M9.0 earthquake" (PDF) (په جاپاني). Geospatial Information Authority of Japan. March 19, 2011. Retrieved 15 November 2012.
  19. (په March 14, 2011 باندې). Quake shifted Japan by over two meters. Deutsche Welle
  20. "Tokyo Population 2021 (Demographics, Maps, Graphs)". worldpopulationreview.com. Retrieved 2021-10-22.
  21. Boquet, Yves (2017). The Philippine Archipelago. Springer. p. 16. ISBN 9783319519265.
  22. (په 14 March 2011 باندې). New USGS number puts Japan quake at fourth largest. CBS News
  23. (په 13 March 2011 باندې). Tsunami, earthquake, nuclear crisis – now Japan faces power cuts. The Guardian.
  24. (په 11 March 2011 باندې). Japan quake – seventh largest in recorded history.
  25. Regions and Cities > Regional Statistics > Regional Economy > Gross Domestic Product, Large regions TL2, OECD.Stats. Accessed on 30 August 2022.
  26. Bjerke JW (2004). "Revision of the lichen genus Menegazzia in Japan, including two new species". The Lichenologist. 36 (1): 15–25. doi:10.1017/S0024282904013878. ISSN 0024-2829. S2CID 85436634.
  27. "Peanuts | Authentic Japanese product". japan-brand.jnto.go.jp. Retrieved 2021-10-22.
  28. "Regions of Japan" (PDF). Web Japan. Retrieved 2021-10-22.
  29. "Honshu". infoplease.com. 2012. Retrieved 2014-11-23.