Jump to content

پېغلتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پېغلتوب یا باکره‌توب باکره يا پېغله هغې نجلۍ ته ويل کېږي چې د بکارت پرده يې سالمه وي، يا په بله اصطلاح؛ هېڅ جنسي اړيکه يې نه وي درلودلې. خو په پښتنې ټولنې کې پېغله د يوې بلې معنا په توګه هم کارول کېږي، هره نجلۍ چې لويه شي، يا مجرده وي پېغله ورته وايي « پرته له دې چې نجلۍ د بکارت پرده لري، که نه» پېغلتوب يا بکارت په ځینو کلتورونو او مذهبونو کې ځانګړی اهمیت لري ، او په ځانګړي توګه د کورنيو لپاره.

د ښځې تناسلي اله

د بکارت پرې په اړه دغه ليکنه ولولئ: د بکارت پرده

لغات پېژندنه

[سمول]

باګرکي چې په انګرېزي ژبه ورته virginity ويل کېږي د نجلۍ د تناسلي غړي په واژن کې دننه يوه پرده ده. د دې لغات لپاره په پښتو ژبه کې د پېغلتوب کلیمه ځکه کارول شوې چې په پښتنې ټولنې کې تر ډېره ځوانو ناواده شویو نجونو ته پېغله ویل کېږي، خو د پېغلې لغات د بکارت پردې درلودلو یا نه درلودلو ښکارندويي نکوي.

په پښتنو کې که يوه نجلۍ ۱۴ یا ۱۵ یا له دې څخه ډېر عمر ته ورسېږي او ځوانه شي، پېغله ورته ویل کېږي، پېغله خپله د «ځوانې نجلۍ» معنا ورکوي. د پښتنو په اکثريت ټولنو کې پېغلې نجونې له واده مخکې د پلار په کور کې اوسي، تر ډېره د مينې اړيکو او ورته کيسو ته لاسرسی نلري، نو طبیعي ده چې پېغلې نجونې خامخا د بکارت پردې لرونکي دي، نو په دې توګه باکرګۍ ته د «پېغلتوب» کليمه کارول منطقي ده.

د يادونې وړ ده چې د بکارت پرده خامخا په جنسي اړيکې له مېنځه نه ځي، ځينې نجونې له سره دغه پرده نلري، ځينې وختونه د بکارت پرده په ډېرې آسانۍ له مېنځه لاړه شي، کله چې نجلۍ يو دروند بار پورته کړي يا له لېرې ځایه ځان وغورځوي. خو په دې اړه باورونه ډېر بېلابېل دي.

پښتنه ټولنه

[سمول]

پېغلتوب یا باکره‌توب په پښتنې ټولنې کې د نورو اسلامي هېوادونو په څېر د ژور اهمیت وړ موضوع ده، د پښتنو اکثريتي ټولنې په دې باور دي چې د بکارت پرده دا معنا لري چې نجلۍ هېڅ جنسي اړيکه نده ترسره کړې، خو په اصل کې د بکارت پرده يوازې د جنسي اړيکو سره تړاو نلري، بلکې ځينې نجونې په طبيعي ډول د بکارت پردې نلري، د ځينې نجونو پردې په منډې وهلو یا دروند بار پورته کولو له مېنځه ځي، نو دا په دې معنا نده هغه نجونې چې د بکارت پردې نلري خامخا يې جنسي اړيکه ترسره کړې.

په پښتنې ټولنه کې د واده لپاره د بکارت پرده يو له مهمو او اساسي اړخونو څخه ګڼل کېږي، يعنې که يو څوک غواړي د واده لپاره يوه نجلۍ وټاکي نو هغې نجلۍ باید هېڅ جنسي اړيکه نه وي ترسره کړې او د بکارت پرده يې سالمه وي، خو دا باورونه په هر هېواد کې بېل دي.

نړۍ

[سمول]

پرمختللي هېوادونه

[سمول]

د نړۍ په اوسني پرمختلليو هېوادونو کې تر ډېره د بکارت پردې موضوع يوه ساده او نورماله موضوع شوې ده، اروپايي هیوادونه، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او ټول هغه هېوادونه چې سیکولري نظامونه لري ځوانان او پېغلې يې د بکارت پردې ته ډېر ارزښت نه ورکوي.

په پرمختللیو هېوادونو کې د ځوانو هلکانو او پېغلو نجونو ترمېنځ د مينې اړيکې او يوبل سره وخت تېرول یوه عادي خبره ده، د اړيکو پراختیا د دې لامل شوې چې نجونې خپلې پردې له لاسه ورکړي او جنسي اړيکه يوه ورځنۍ اړتیا وبلل شي.

په داسې هېوادونو کې هلکانو هم ډېرې د مينې اړيکې تجربه کړي وي، همداسې نجونو هم تجربه کړي وي، نو د واده لپاره دا معیار ندی چې نجلۍ به خامخا پرده ولري، که يو ځوان غواړي واده وکړي د نجلۍ د اخلاقو، ښايست يا بل هرڅه پر بنسټ يې انتخابوي نور مهمه نده چې د بکارت پرده يې سالمه وي که نه وي تېر ژوند يې هېروي.

اسلامي هېوادونه

[سمول]

په نن زمانه کې اسلامي هېوادونه پر څو برخو وېشل کېږي، يوه برخه يې هغه هېوادونه دي چې سیکولري نظامونه لري او خلک يې هم ازاد فکر لري، خو ځينې اسلامي هېوادونه ځانګړي عقايد او باورونه لري‌.

که څه هم اسلامي هېوادونو کې د بکارت پردې ته ارزښت ورکول يوه مهمه موضوع ده خو ځينې ډېر داسې اسلامي هېوادونه شتون لري چې دې موضوع ته ارزښت نه ورکوي او رو رو دوی هم د نورو سيکولري پرمختللیو هېوادونو په څېر دودونه خپلوي.

سرچينې

[سمول]